د بېلاروس مشر الکساندر لوکاشینکا له روسي ولسمشر پوتین سره ګوري

د بېلاروس مستبد مشر الکساندر لوکاشینکا د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره

د بېلاروس مستبد مشر الکساندر لوکاشینکا وایي، دی به نن د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري او د دواړو هېوادو ترمنځ به د ګډو پوځي تمریناتو په رڼا کې د نورو فعالیتونو په اړه خبرې وکړي.

لوکاشینکا پرون دا خبره د 'اسیپوویڅکي' سیمه کې وکړه. دې ځای کې د روسیې او بېلاروس ترمنځ پوځي تمرینات ترسره کېږي. دې تمریناتو کې نژدې دېرش زره روسي سرتېرو برخه اخیستې ده.

لوکاشینکا دا ونه ویل چې روسیې پوځیان به کله له دې هېواده بېرته ستنېږي، خو ټینګار یې وکړ چې دې ته اړتیا نه شته چې په بېلاروس کې روسیه پوځي اډې جوړې کړي.

لوکاشینکا څرګنده کړه چې له ولادیمیر پوتین سره به د نننۍ غونډې پر مهال پردې موضوع خبرې وکړي.