خوستي فعالان: د ځوانانو لپاره دې کاري فرصتونه برابر شي

خوستي ځوانان

خوستي مدني فعالان او روڼ اندي وايي چې د بې کارۍ او سالمو بوختیاوو د نشتون له کبله ګڼ ځوانان له اقتصادي او رواني ستونزو سره مخامخ شوي دي.

خوست کې د یو مدني بنسټ مشر فضل الرحمان قانع ازادي راډیو ته وویل: "د ځوانانو یوه بله اندېښنه دا ده چې اوس وخت کې حکومتي ادارو کې ډېری ګمارنو کې مسلک، وړتیا او معیار په پام کې نه نیول کېږي، د ځوانانو بې کاري چې له امله يې هغوی د ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي، بشري ناورین سره مخ دي، د دې ترڅنګ په رواني لحاظ د ځوانانو تشویشونه زیات شوي، هغه دغه دي چې په نظام کې غیرمعیاري او غیر مسلکي ټاکنې روانې دي."

خوستی مدني فعال حبیب کامران بیا وايي، بې کاري د دې لامل شوی چې زموږ ځوانان بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول اروپا ته په قاچاقي لارو د تګ هڅې وکړي.

بل لوري ته په خوست کې ځايي طالب چارواکي وايي، د ځوانانو د زده کړو او کاري فرصتونو د برابرولو لپاره دوامداره هڅې روانې دي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس شبیر احمد عثماني وویل: "هغه پروګرامونه چې د افغانستان اسلامي امارت مرکزي حکومت په پام کې لري، د هغې نه داسې معلومېږي چې راتلونکې کې به زموږ ډېر ځوانان په چارو کې مصروف شي، زموږ کوښښ دا دی چې د ځوانانو لپاره کارونه پیدا کړو، کاري فرصتونه ورته برابر کړو، دا چې موږ څومره زمینه ورته برابرولی شو؟ دا به وخت ثابته کړي، خو دې کار لپاره زموږ عزم او اراده قوي دي."

د ځينو نړیوالو بنسټونو د څېړنې له مخې د افغانستان څه دپاسه ۱۸ میلیونه خلک د فقر او غریبۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.