ارزګان کې زده کوونکي: د کانکور ازموینې لپاره دې ښوونیز کورسونه رابرابر شي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په ارزګان کې له ښوونځيو څخه فارغ شوي زده کوونکي وايي، د کانکور ازموینو لپاره هېڅ چمتوالي نه لري او د پوهنې رياست باید ښوونيز کورسونه ورته جوړ کړي.

ډېری ځوانان غواړي چې د کانکور ازموینې له لارې د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالي شي، خو چې چمتووالی ورته ونه نیسي، ښايي د ډېرو دغه هیله یو خوب پاتې شي.

یو شمېر ځوانان چې اقتصادي ستونزې نه لري، په خپلو لګښتونو د کانکور لپاره د چمتوالي کورسونه وايي، خو هغوی چې جېبونه یې خالي دي، بیا له دې کورسونه ډېر وخت محروم وي.

د کانکور ازموینو لپاره چمتووالی یو له هغو ستونزو څخه دی چې د ارزګان ځینې نارینه او ښځینه زده کوونکې ورسره مخامخ دي.

دوی شکایت کوي چې د تېرو کلونو په څېر دې د کانکور د چمتوالي لپاره ورته کورسونه جوړ شي.

د ارزګان ولایت د سيدالخان عالي لېسې دوو فارغ شوېو زده کوونکو عارف الله او رضوان ازادي راډيو ته وویل: "تېرو کلونو کې به د پوهنې رياست له خوا له دولسم ټولګي فارغو شوېو زده کوونکو ته د کانکور ازموینې لپاره زده کړې ورکول کېدې او پایله به یې هم ګټوره وه، خو سږکال داسې څه نشته.

- موږ نورې زده کړې کړي، د کانکو له شرایطو نه یو خبر چې څه ډول پوهنځي انتخاب کړو؟ څه ډول نور کوډونه ورسوو؟ اوس حیران یو چې څه وکړو؟"

ارزګاني زده کوونکي

د دې ترڅنګ د ارزګان ولایت ښوونکي هم د کانکور تر ازموينې وړاندې ښوونیز کورسونه مهم بولي.

یاد ولایت کې د پوهنتون استاد قدرت الله نېکزاد وايي: "که د کانکور له ازموینې وړاندې زده کوونکو ته د کانکور ازموینې لارښوونه ورنه کړل شي، ازموینه کې د هغوی بریالي کېدل به ستونزمن وي."

هاخوا د یاد ولایت د پوهنې رياست ريیس مولوي خیر الله حق نما وايي، د وزارت له خوا دوی ته تراوسه دې برخه کې کومه طرحه نه ده ورکړل شوې او دوی هم کوم ځانګړی پلان ورته نه لري.

د یادولو وړ ده چې ارزګان کې کوم شخصي کورس هم نشته چې زده کوونکو ته د کانکور ازموینې لپاره د پیسو په بدل کې لارښوونه وکړي او ازموینې ته یې چمتو کړي.

وبه کتل شي چې د پوهنې ریاست تردې وروسته دې برخه کې کوم ښوونیز بهیر پیلوي او که فارغ شوي زده کوونکي همداسې بې برخلیکه پاتېږي؟