د زابل په شهر صفا کې د ۵ کلن ماشوم د ژغورنې هڅې روانې دي

په څاه کې لوېدلی ماشوم

د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د هغه ۵ کلن ماشوم د ژغورنې هڅې روانې دي چې د برمې ۲۵ متره ژورې څا ته لوېدلی دی.

دا ماشوم د سې شنبې په ورځ څا ته لوېدلی، خو تر اوسه هم ژوندی دی او د چیغو غږ یې بهر را وځي.

د عصمت الله عمري په نوم د سیمې یو اوسېدونکی وایي، د څا شااوخوا د کېندنې کار په زغرده روان دی، خو په خبره یې ډبرو د کیندنې چارې سختې کړي دي.

له پرون راهیسې ټولنیزو رسنیو کې هم د دغه ماشوم انځورونه او ویډیوګانې ښکته پورته کېږي.