په پنجشېر کې د طالبانو په ۲ رېنجر موټرونو ماینونه چاودلي 

په پنجشېر کې ځینې وسله وال طالبان

راپورونه وايي چې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو په دوو رېنجر موټرو ماینونه چاودلي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو امنیه قوماندان مولوي داد محمد بتار ازادي راډیو ته وویل چې په دې دوو رېنجر موټرو کې پرون ماسپښین شااوخوا درې بجې د پنجشېر ولایت ودانۍ ته څېرمه د ګرګوتي په سیمه کې مقناطیسي ماینونه چاودلي دي.

د مولوي بتار په وینا په دې برید کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.