واشنګټن پوسټ: بایډن باید د افغانستان د ماتې ملامتي په نورو اچول بس کړي

جو بایډن

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپلې تازه ګڼه کې د کالم لیکونکي ماکس بوټ یوه تبصره خپرې کړې چې سرلیک دی" بایډن باید د افغانستان د ماتې ملامتي پر نورو اچول بس کړي. "

لیکوال داګست په ۳۱مه نېټه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړ ایستلو وروسته د ولسمشر جو بایډن وینا ته اشاره کړې چې وايي په هغه وینا کې بایډن د دې پرېکړې " مسؤلیت " ومانه او له افغانستانه یې دا وتل " لویه بریا " وبلله.

په واشنګټن پوسټ کې د دې تبصرې لیکوال زیاتوي، بایډن ملامتي په افغان ځواکونو واچوله چې هومره مقاومت یې ونه کړ څومره چې ترې تمه وه.

لیکوال وړاندې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ناڅاپي وتلو په برخه کې د ولسمشر بایډن هغه څرګندونې هم د شواهدو خلاف بللي چې ویل یې د طالبانو له خوا د کابل د سقوط پر مهال د امریکا حکومت د تخلیې پروسې ته چمتو وو.

کالم لیکوال وړاندې وايي، دا اسانه ده چې ملامتي په نورو واچول شي خو په وینا یې د ملامتۍ پېټی له ولسمشر سره دی.

لیکوال همدارنګه ولسمشر بایډن د افغانانو په وړاندې هم په بې پروايي تورن کړی او د ځینو له خولې یې د سیپټمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو قربانیانو ته د افغانستان بانک د کنګل شوې ۷ میلیارده ډالرو د نیمايي برخې د ورکولو پرېکړه د همدې بې پروایي ښکارندوی بللې.

لېکوال د لیکنې په پای کې وايي، زه ګومان کوم چې که چېرې ولسمشر بایډن د ټرمپ په څېر دده تر څار لاندې د تر اوسه لویې ماتې د رامنځ ته کېدو د مسؤلیت په منلو غور وکړي، په خلکو کې به د ولسمشر بایډن د تائید کچه لوړه شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه ورته له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه په میراث پاتې وه او څو ځل یې ټینګار کړی چې هر وخت چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتلی وی دا هېواد له همداسې یو وضیعت سره مخ کېدو.

بایډن د اګست له ۱۵مې وروسته چې افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل له دې هېواده د ټولو امریکايي سرتېرو د ایستلو د پرېکړې په اړه ویلي چې د طالبانو سره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د دوحې تړون دی له سختو انتخابونو سره مخ کړی و.

  • ډیجیټل ژورنال

دیجیټل ژورنال خپرونې بیا د افغانستان بانک د کنګل شوې پانګې په اړه د ولسمشر ټرمپ وروستۍ پرېکړې ته د طالبانو او یو شمېر نور افغانانو عکس العمل راخیستی.

په وروستیو کې ولسمشر جو بایډن په امریکا کې د افغانستان بانک د کنګل شوې پانګې په اړه پرېکړه وکړه چې درې نیم میلیارده ډالر دې د سیپټمبر د یوولسمې نېټې قربانیانو ته ورکړل شي چې په څرنګوالي به یې محکمه پرېکړه کوي او همدارنګه درې نیم میلیارده ډالر نور دې د مرستندویه سازمانونو له لارې په افغانستان کې په بشري مرستو ولګول شي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې دا پرېکړه د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون خلاف بللې او د عملي کېدو په صورت کې یې د امریکا په اړه پر خپل درېځ د بیا غور خبرداری ورکړی دی.

دیجیټل ژورنال د دې لیکنې په یوه برخه کې وايي د بایډن دې پریکړې اکثریت افغانان غوسه کړي، ان هغوی چې د طالبانو مخالف هم دي او د خپرونې په باور داسې ښکاري چې طالبان پر دې پرېکړه د افغانانو له غوسې استفاده کوي.

ډیپلومات خپرونې د افغانستان په اړه د ژورنالیستې او څېړونکې کیتې ګانین لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی " د طالبانو تر واک لاندې افغانستان: ترینګلی حال او تیاره راتلونکی"

لیکواله په دې لیکنه کې وايي د طالبانو تر واکمنېدو شپږ میاشتې وروسته افغانان خوندي دي خو تر پخوا ډېر بې وزله او لږ هیله مند دي.