بلخ کې صنعتي پارکونه ۷۵سلنه بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي

آرشیف- په بلخ کې یوه کارخونه

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته په دې ولایت کې صنعتي پارکونه ۷۵سلنه بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي دي.

د دې خونې د سوداګریزې برخې مسول شېر احمد سپاهي زاده نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۷مه) ازادي راډيو ته وویل، د امیر شېر علي خان او شادیان په ۲ صنعتي پارکونو کې ۳۴۰ کارخونې فعالېت کوي چې تېرو ۲ میاشتو کې د ۲۸۰ کارخونو فعالېتونه بېرته عادي حالت ته راګرځیدلې دي.

ښاغلی سپاهي زاده وايي، دا کارخونې معدني اوبه، غیرالکولي مشروبات، بسکېټ، یو ځل مصرفونکي لوښي، مکرونې او نور مواد تولیدوي.

نوموړي زیاته کړه، دې صنعتي پارکونو کې ۴۷ د سیلوکارخونې او ۴ د اوسپنې د ویلي کولو کارخونې هم فعالېت کوي.

شېر احمد سپاهي زاده وايي، که څه هم د سوداګرو لپاره بانکي ستونزې تر یوه حده حل شوي دي، خو که د بانکونو فعالېتونه عادي حالت ته را وګرځي، د بلخ ولایت ټول صنعتي فابريکې به بېرته فعالې شي.