سرچینه: د کونړ پر سرکاڼو او مرورې ولسوالیو پاکستان د توپونو ډزې کړي

د افغانستان په نقشه کې د کونړ ولایت

د کونړ پر سرکاڼو او مرورې ولسوالیو د پاکستان له لوري د توپونو ډزې شوي دي.

په کونړ کې د طالبانو یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، د سې شنبې له مازدېګر راهیسې د پاکستان له خوا ډزې روانې دي او دوی مساله له کابل سره شریکه کړې ده.

تر اوسه د دې ډزو په اړه اسلام اباد څه نه دي ویلي او د مرګ ژوبلې خبر هم نه دی ورکړل شوی، خو د ډیورند له کرښې سره نژدې یو شمېر کسانو ازادي راډیو ته ویلي دي چې کډې یې نورو سیمو ته بار کړي دي.