د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له افغانستانه د امریکا وتل 'سیسټماټیکه ماتې' بللې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه چې مشري یې جمهوري غوښتونکی مایکل مک کاول کوي، په افغانستان کې د نظام له سقوط شپږ میاشتې وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړې.

نوموړي په دې اعلامیه کې لیکلي، د ولسمشر بایډن پرېکړه ځمکنیو حقیقتونو ته په نه پاملرنې شوې او دا پرېکړه یې ړنده بللې ده.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې دا پرېکړه په افغانستان کې د امریکا سیسټماټېکه ناکامي بللې او زیاته کړې يې ده، د تخلیې پر مهال په الوتکو کې د خلکو د راځړېدلو تصویرونو د امریکا شهرت په ټوله نړۍ کې خراب او زموږ متحدین غوسه کړل.

آرشیف- د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پړاو

اعلامیه زیاتوي، شپږ میاشتې تېرې شوې، خو د بایډن د ادارې هېڅ یو چارواکی د دې ناکامیو مسوولیت نه مني او د حیرانۍ خبره دا ده چې ډېر لوړ پوړي چارواکي هڅه کوي چې ان د دې کار مسوولیت و نه مني.

خو د جوبایډن په مشرۍ د امریکا اوسنیو چارواکو به افغانستانه د امریکايي سرتیرو له وتلو دفاع کړې او ویلي دي چې دوی دې هېواد کې خپل هدف ته رسېدلي وو.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په اعلامیه کې دا شان لیکل شوي دي چې د بایډن ادارې دوی ته په دې اړه د هر ډول اسنادو او موادو د ورکولو څخه انکار کړی: "دوی ان یو سند هم نه دی وړاندې کړی چې د دې تراژیدۍ په اړه وضاحت ورکړي."

په اعلامیه کې د کانګرس له ډموکراټانو غوښتنه شوې چې له افغانستانه د ولسمشر بایډن د وتلو پرېکړه وڅېړي او جمهوري غوښتونکي چمتو دي چې له ډموکراټانو سره دې برخه کې همکاري وکړي.

د اعلامیې په وروستۍ برخه کې راغلي، مخکښ جمهوري غوښتونکی مک کاول دا مهال له افغانستانه د متحده ایالاتو د وتلو په پلان کې د بایډن د ادارې د ناکامۍ په اړه یو راپور چمتو کوي او پلان لري چې راتلونکې میاشت یې خپور کړي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک کاول

د استازو په جرګه کې د بهرنیو اړیکو کمېټه تر ډېره د جو بایډن د مخالف سیاسي ګوند جمهوري غوښتونکو له غړو جوړه ده.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې پر بنسټ د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونه په افغانستان کې له ۲۰ کلن حضور وروسته د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ میاشتې په پای کې له دې هېواده په داسې حال کې ووتل چې د همدې میاشتې په ۱۵ مه نېټه طالبانو کابل نیولی او د محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري نظام سقوط شوی و.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن نږدې یوه میاشت وړاندې په سپینه ماڼۍ کې په یو خبري کنفرانس کې هغو انتقادونوته چې پر ده د دغو ځواکونو د ایستلو په تړاو موجود وه وویل، د خپلو اقداماتو په خاطر به بښنه ونه غواړي.

نوموړي ویلي، که يې امريکايي ځواکونه له افغانستانه ايستلي نه وای، نو بايد نږدې تر څلوېښت زره پورې سرتېري يې ور استولي واى.

ښاغلي بایډن ویلي، افغانستان د یو پیاوړي دلیل له مخې د امپراتوریو هدیره ده او هېچا دا هېواد د يوه حکومت تر چتر لاندې، يو موټى کولى نه شواى.

نوموړي ویلي، دوى هره اوونۍ افغانستان کې يو ميليارډ ډالر لګول.