قطر کې طالب پلاوي د اروپايي او د خلیجي هېوادونو له چارواکو سره لیدنې پیل کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست قطر ته تللی او هلته یې د اروپايي ټولنې او عربي هېوادونو له چارواکو سره د لیدنو لړۍ پیل کړې ده.

د راپورونو له مخې امیرخان متقي هڅه کوي چې د دغو غونډو په ترڅ کې افغانستان ته د بشري مرستو د جلبولو هڅه وکړي.

د بریتانیې د حکومت یوه ویاند په دوحه کې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د دوی مسوولین له طالب چارواکو سره عملي خبرو ته دوام ورکوي، څو د افغان ولس سره ژمنې پر ځای پاتې وي.

دغه چارواکي چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې وویل، بریتانیا پخوا هم په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خپله جدي اندېښنه له طالب چارواکو سره شریکه کړې او دې کار ته به دوام ورکړي.

د بريتانيا د حکومت يوه پلاوي هم د فبرورۍ په لسمه کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د بهرنيو چارو له سرپرست اميرخان متقي سره يې وکتل.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ویلي، دوحه کې یې له اروپايي چارواکو او د خلیج له هېوادونو سره پر یو شمېر مهمو مسایلو خبرې کړي دي: "دغه ناسته چې لا هم روانه ده، پر سیاسي او اقتصادي اړیکو، د بشري مرستو پر زیاتوالي، د مرستو پر لېږد، روڼتیا او اسانتیا تمرکز لري."

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال ویاند په خبره، د افغانستان د بانکونو موضوع هم په اجنډا کې ده.

په دوحه کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر او مل پلاوي ناستې داسې وخت له لویدیځو ډپلوماټانو او عربي چارواکو سره پيل شوي چې د طالبانو له واکمنۍ شپږ میاشتې پوره شوې.

په دې موده کې هېڅ هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي توګه د ښځو حقونو ته درناوی او د ټول شموله حکومت رامنځته کول د طالبانو له حکومت سره د نړیوالو د تعامل له مهمو شرایطو ګڼل کېږي.

طالبان وايي چې د دوی حکومت ټول شموله دی او ښځو او نجونو ته د شریعت له مخې د کار او زده کړې حق ورکوي.