سبا د سلواغې په ۲۶مه له افغانستانه د سرو لښکرو د وتلو ۳۳مه کلیزه ده

روسي سرتېري

سبا د دلوې یا سلواغې میاشتې ۲۶مه له افغانستانه د سرو لښکرو د وتلو ۳۳مه کلیزه ده.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې د کار قانون د ۴۱مې مادې له مخې به دا ورځ په ټول هېواد کې عمومي رخصتي وي.

د دغه وزارت په حواله دا خبره د طالبانو مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټویټرپاڼه کړې ده.

د پخواني شوروي اتحاد لښکرو د ۱۳۵۸کال د جدي یا مرغومې په شپږمه پر افغانستان یرغل وکړ، دوی هغه مهال د ولسمشر حفیظ الله امین حکومت نسکور پر ځای یې ببرک کارمل د افغانستان د ولسمشر په توګه وپېژاند.

دوی افغانستان کې له نږدې یوې لسیزې وروسته د ۱۳۶۸کال د سلواغې په ۲۶مه له دې هېواده ووتل او دې موده کې نږدې یو ملیون افغانان او لږترلږه ۱۴ زره شوروي سرتېري ووژل شول.