په ارزګان کې د کار په بدل کې غریبو خلکو ته غنم ورکول کېږي

ارزګان کې بې وزله خلکو سره د کار په بدل کې د غنمو مرسته

ارزګان کې د کار په بدل کې غریبو خلکو ته غنم ورکول کېږي.

په دغه ولایت کې د کرني ریاست وايي، چې اوس مهال يي تر ۵ سوه پوري کسانو ته د کار زمینه برابر کړي او هر یوه کس ته د ورځې لس کیلو غنم ورکوي.

د دې ریاست یو چارواکي داد محمد ازادي راډيوته وویل چې دوی دغه پروګرام په مرکز او ولسوالیو کې د رئیس الوزار د فرمان له مخي پیل کړی دی.

دی وايي:" دا غنم چې د هندوستان هېواد له خوا افغانستان ته ورکول شوي، د رئیس الوزار د فرمان له مخې درې سوه ټنه غنم د کرني ریاست په واک کې ورکول شوي ترڅو خلکو ته د کار په بدل کې ورکړي، تر د زراعت ریاست په دغه خلکو ویالې، کارېزونه او د ښار چري پاکوي، موږ په دې پروګرام کې غریبو کسانو ته لومړیتوب ورکوو."

د طالبانو له خوا د کار په بدل کې د غنمو د وېش د بهېر غځونه په افغانستان کې د روان اقتصادي او مالي کړکېچ د لا ژورېدو یوه بله نښه ګڼل کېږي.

طالبان وايي بېړنۍ مرستې په افغانستان د بشري ناورین د مخنیوي لپاره اغېزمنه چاره نه ده او نړیواله ټولنه باید دغه هېواد کې د اوږد مهالو اقتصادي پروژو لپاره کار وکړي.

پر کابل د طالبانو له ولکې راهیسې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې تر ډېره ودرېدې، خو په دې وروستیو کې ځینو هېوادونو او په تېره یو شمېر ګاونډیانو او د سیمې هېوادو له بې وزلۍ ځپلو افغانانو سره د مرستې ټټر وهلی دی.