د هند د غوره لیګ سیالیو په بولۍ کې یو افغان لوبغاړی وپېرل شو

ارشیف، د ای اپي اېل لوبغاړي

د هند غوره لیګ سیالیو په بولۍ کې یوازې یو افغان لوبغاړی واخېستل شو.

د هند د کرکټ غوره لیګ بولۍ چې پرون پيل او تراوسه روانه ده، یوازې یو افغان لوبغاړی نور احمد لکڼوال په کې د ګوجرات ټيټانز لوبډلې له خوا په ۳۰ لکه هندي کلدارو واخېستل شو.

یادې لوبډلې له بولۍ مخکې له بل افغان لوبغاړي راشد خان سره هم تړون کړی و.

په بولۍ کې د نورو افغان لوبغاړو اخېستلو ته کومې لوبډلې زړه ښه نه کړ.

د هند غوره لیګ په تېرو پړاونو کې محمد نبي عیسی خېل د سنرایزر حیدراباد، مجیب الرحمن د کېنګز اېلېون پنجاب او سنرایزر حیدراباد او ظاهرخان د راجستان رویالز لوبډلو له خوا اخېستل شوي وو چې په سږني 'IPL' کې یې تردې دمه اخېستونکي نه دي پيدا کړي.

د هند د کرکټ غوره لیګ سیالۍ چې د روان میلادي کال د اپرېل میاشتې په دوهمه نېټه پیلېږي، د جون میاشتې تر درېیمې نېټې به دوام وکړي.