خبریالان:۶ میاشتو کې ۳ زره رسنیز کارکوونکي وزګار شوي، نیم هغه یې مېرمنې دي

ارشیف، افغان خبریالان

په افغانستان کې په رسنیز ډګر کې فعالیتونه لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.سره له دې چې د طالبانو د حکومت شپږ میاشتې په پوره کېدو دي، خو لا هم یو شمېر د رسنیو ملاتړ بنسټونه او خبریالان په دې برخه کې ستونزو ته اندېښمن دي.

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه وايي، تېرو شپږو میاشتو کې شااوخوا ۶۰ سلنه نارینه او ۸۰ سلنه ښځینه رسنیزې کار کوونکې وزګارې شوي دي.

د دې ټولنې اجرائیوي مشر حجت الله مجددي د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) ازادي راډیو سره په خبرو کې روان حالت د اندېښنې وړ یاد کړ: "له هغې وروسته چې افغانستان کې سیاسي بدلون رامنځته شوی، شااوخوا ۴۰ سلنه رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي چې په تړل شوېو رسنیو کې شااوخوا ۸۷ راډیوګانې دي، په ټوله کې شااوخوا ۳ زره رسنیز کارکوونکي بې کاره شوي چې له ۱۳۰۰ زیاتې یې مېرمنې دي."

یو تن خبریاله وايي: هغه ډول اطلاع رسونه چې په جمهوریت کې و اوس هغه ډول اطلاع رسونه نشته.

ښاغلی مجددي وايي، سږ کال په افغانستان کې د راډيو نړېوال ورځ په داسې حال کې را رسېږي چې رسنیز ډګر له بل هر وخت زیات له ستونزو سره مخ دی.

په دې اړه نور: د راډیو نړیواله ورځ؛ یونېسکو: سږ دا ورځ د ۳ شعارونو تر چتر لاندې ونمانځئ

یو شمېر افغان خبریالان له ستونزو شکایت کوي، له ډلې یې افغان خبریال سمیع الرحمان رحماني وايي: "افغان خبریال په اوس وخت کې ځان سختۍ ته ورکوي، وهل، ټکول او ان تردې چې ځان مرګ ته ورکوي، خو کار کوي او خپل مسلک ته ځان ژمن ثابتوي."

بله افغان خبریاله چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخېستل شي وايي: "هغه ډول اطلاع رسونه چې په جمهوریت کې و اوس هغه ډول اطلاع رسونه نشته، ډېری طالب چارواکي له ښځینه خبریالانو سره د مرکې لپاره نه حاضریږي."

خو دغو ټولو اندېښنو ته بیا د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې دوی تراوسه هېڅ رسنۍ ته د بندېدو او یاهم د تړل کېدو ګواښ نه دی کړی.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، تراوسه هېڅ رسنۍ ته د بندېدو او یاهم د تړل کېدو ګواښ نه دی شوی.

کریمي زیاته کړه: "له کله چې بهرنیان له افغانستانه ووتل، یو شمېر رسنیو چې بهرني مالي ملاتړ یې درلوده پرته له شکه اقتصادي ستونزو سره مخ شول، ځینې رسنۍ وتړل شوې او یو شمېر خبریالان وتښتېده، خو اسلامي امارت ټولو رسنیزو فعالیتونو ته د اسلامي اصولو، بې پرې پاتې کېدو او د ملي منافع په نظر کې نیولو سره د فعالیت زمینه برابره کړې ده."

د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې او دغه شان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د معلوماتو له مخې، اوس مهال له ۳۲۰ راډیو ګانو نه ۸۷ یې د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي او ۲۱۲ نو هم په ډیرو سختیو سره فعالیت کوي.

دوی وايي، که د رسنیو نړېوال ملاتړ بنسټونه د افغانستان له رسنیو سره په اقتصادي برخه کې مرستې ونه کړي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به ګڼ شمېر نورې رسنۍ هم وتړل شي.