د ارزګان مرکز او ولسوالیو کې د نیالګیو د کرلو کمپاین پیل شو

ارزګان کې کمپاین

په ارزګان کې د کرنې رياست له خوا د دغه ولايت په مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې د بې میوو نيالګيو د کرلو کمپاین پیل شو.

د کرنې او مالدارۍ رياست د اطلاعاتو مشر قدرت الله حميدي د ياد کمپاین د پیل پر مهال ازادي راډيو ته وويل: "د نيالګيو دې کمپاین کې به په لومړي ځل په مرکز او ولسواليو کې ۵۵۱۱ غير ميوه لرونکي نيالګي وکرو. له کمپاینه مو هدف د کروندګرو هڅول دي څو خپلو ځمکو کې نيالګي وکري."

نوموړي له عامو خلکو وغوښتل څو يو نيالګۍ د ځان او يو د هېواد سره د مينې په پار وکري.

په ورته مهال هغه کسان چې د کرنې رياست څخه د نيالګيو اخيستلو او دغه کمپاين کې د ګډون په هدف راغلي وو وویل، روان کال يې اقتصادي ستونزې زياتې دي او د نورو کلونو پرتله د نيالګيو اخیستلو توان نه لري او له مسولينو یې وغوښتل چې ځمکه لرونکو ته دې په وړيا توګه نيالګي ورکړي.

دغه ولايت کې هرکال په زرګونه نيالګي ايښودل کېږي خو د دولت او عامو خلکو د نه پاملرنې له امله بېرته له منځه ولاړ شي.