صنعتکاران: لاهم د کابل د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه نه‌ده حل شوې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وايي، له ۲۰ ورځو وروسته هم د کابل د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه نه ده حل شوې.

د دې ټولنې مشر عبدالجبار صافي نن د یکشنبې (د سلواغې ۲۴مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د صنعتي پارکونو برېښنا له شلو ورځې پرې کېدو وروسته د برېښنا شرکت پرېکړه کړې چې په ۲۴ساعتونو کې به ۸ ساعته برېښنا صنعتي پارکونو ته ورکول کېږي.

ښاغلی صافی وايي، ۸ ساعته برېښنا تولیدي کارخونو ته بسنه نه کوي او هغوی نه شي کولی په ښه ډول فعالېت وکړي.

له دې مخکې هم صنعتکارانو ویلي و چې د برېښنا د پرې کېدو له امله د ۵۸۰ کارخونو کارونه درېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، د کابل ترڅنګ د خوست او ننګرهار صنعتي پارکونه هم برېښنا نه لري.

د ښاغلي صافي په وینا په تېرو ۲۰ کلونو کې زرګونه تولیدي کارخونو په ټول افغانستان کې فعالېت کاوه چې ۳۵۰ زره کسانو په کې کار کاوه، خو د برېښنا د نشتوالي او ځینو نورو ستونزو له امله ډېرې دا کارخونې وتړل شوې او سلګونه تنه وزګار شول.