د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د بایډن پرېکړه او د ګڼو لویدیځو رسنیو تبصرې

د امریکا ولسمشر جوبایډن

ګڼو لویدیځو رسنیو د امریکا د ولسمشر پر هغې پرېکړې لیکنې او تبصرې خپري کړي دي چې د امریکا په بانکونو کې یې د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ د وېش په اړه کړې.

جوبایډن د یوه فرمان په اساس حکم کړی چې دا ۷ میلیارد ډالره دې دوه برخې شي، نیمايي دې د سېپټمبر د ۱۱مې د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې شي او پاتې دې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ولګول شي.

  • نیوز ویک مجله

نیوز ویک مجلې په دې اړه د خپلې یوې لیکنې په سر کې وايي، د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې د بریدونو د قربانیانو کورنۍ اندېښنه لري چې یوازې یوه وړه برخه خلک به د افغان پانګې له درې نیم میلیارډو ډالرو څه ترلاسه کړي.

نیوزویک د بروس ایګلیسن له خولې چې پلار یې د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې په پېښه کې وژل شوی وايي: "موږ په کلکه د دې ملاتړ کوو چې د دې پیسو یوه لویه برخه باید افغانستان کې د رامنځته شوي ویرونکي بشري ناورین د کمولو او هغو کسانو سره د مرستې لپاره ولګول شي چې دا مهال افغانستان کې کړیږي."

بروس په یو بیان کې چې وايي، د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې د ګڼو قربانیانو په استازولی دی همدا راز د دې افغان پانګې د هغې برخې چې د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې د بریدونو قربانیانو ته ځانګړې شوې او موضوع محکمې ته پرېښودل شوې او د وېش په څرنګوالي یې هم نیوکه کړې.

د نوموړي په وینا د امریکا د ادارې دا اقدام به د بریدونو د قربانیانو کورنۍ اړ کړي چې خپلو کې د یو بل پر وړاندې ودریږي او دا غیرې عادلانه ده.

نیوز ویک وايي، ایګلسن د دې څرګندونو سربېره چې وايي، د سېپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ډېرو قربانیانو کورنۍ د غرامت په توګه د کنګل شوې افغان پانګې له ور وېشلو سره موافق دي، یو شمېر نور له دې دریځ سره مخالف دي.

په دوی کې یوه والیري لوچینکوفسکا ده چې وراره یې د سېپټمبر د ۱۱مې بریدونو کې وژل شوی.

هغې نیوزویک ته ویلي، دا د خپل وراره له مرګ وروسته د خپلې کورنۍ د ځورېدو شاهده پاتې شوې ده، خو زیاته کړې یې ده، افغانان هم ځوریدلي دي او دا په دې باور ده چې دا پیسې به د افغانانو لپاره ډېرې ګټورې وي.

نیوزویک د مېرمن والیري له خولې زیاتوي: "دا پیسې باید مستقیماً د افغانستان خلکو ته ورسېږي ځکه هغوی تر موږ زیات ځوریدلي دي."

د والېري په وینا: "موږ افغانستان اشغال کړ او هلته مو خلکو ته ډېر کړاو او ستونزې پېښې کړې."

نوموړې ویلي، موږ افغانستان ته د امریکا په دښمن پسې ورغلي وو، خو د افغانستان عام خلک چې په دې کړکېچ کې وځورېدل، زموږ دښمنان نه وو، څوک چې د والېري په وینا د هر ممکن جبران مستحق دي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپله د شنبې ورځې سرمقاله په همدې اړه لیکلې.

ورځپاڼې د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې د بریدونو د قربانیانو حقوقې ادعا، په ورته وخت کې په افغانستان کې بشري بحران او د دې پیسو یوه برخه د محکمې پرېکړې ته پرېښودل پیچلې اخلاقي او حقوقې مسالې بللې.

دا ورځپاڼه وايي، د بایډن اداره یقیناً په یو شي کې سمه وايي او زیاتوي، د افغانستان د خلکو د شدیدې اړتیا سربېره چې ډېر یې د لوږې له ګواښ سره مخ دي، دا به تېروتنه وي چې دا پیسې پرته له کوم محدودیت څخه د افغانستان بانک په واک کې ورکړل شي، هماسې چې طالبان یې غواړي.

ورځپاڼه د طالبانو له خوا د سوله ییزو اعتراض کوونکو نیولو او د خپلو مخالفانو ځپلو ته اشاره کوي او په پای کې وايي: طالبانو د اعتدال او ټول شمولۍ ژمنه کړې وه او اوس ورته د نړیوالې ټولنې له خوا د تمویل او رسمیت ترلاسه کولو ښه لاره دا ده چې د دې ژمنو ماتول بس کړي.

  • انډپنډینټ

بریتانوۍ انډپنډینټ ورځپاڼې د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې د یو څېړونکي انډریو واټکېنز له خولې ویلي، د ولسمشر بایډن دا اجرایوي فرمان د افغانستان د اقتصاد د هر ډول بیا احیا لپاره فضا راتنګوي.

د نوموړي په وینا د افغانستان د مرکزي بانک له فعالیت پرته د افغانستان په اقتصادي کې د معنی لرونکې بهترۍ راتللو ته هېله کمه ده.

سپینې ماڼۍ بیا یو بیان کې ویلي، د اجرايي فرمان هدف دا دی چې د افغانستان خلکو ته د دې پیسو د داسې رسېدو لاره برابره کړي چې د طالبانو او نورو ناوړه لوبغاړو لاس ترې لېرې وي.