د افغانستان په اړه د بایډن فرمان؛ یو هېواد لپاره د پیسو مالي ملاتړ څه معنی لري؟

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان اوسنۍ بانکي زېرمه ۹.۵ میلیار‌ډه ډالره اټکل شوې چې په کې نغدې پیسې، سره زر، سکې، مهم تاریخي اسناد او نور قیمتي توکي شامل دي.

د مرکزي بانک یو شمېر پخواني چارواکي او اقتصاد پوهان په دې باور دي چې تېرو شلو کلونو کې د دې پیسو ډېره برخه له کورنیو او بهرنیو پانګونو، بهرنیو مرستو، صادراتو او وارداتو، د هوايي چلند خدماتو او نورو اقتصادي فعالیتونو او د خصوصي او دولتي سکتور له پانګونې راټولې شوي دي.

دوی په دې باور دي چې د پیسو زېرمې یا سپما د یو هېواد سره مرسته کوي چې د اسعارو د نرخونو تبادلې اداره کړي او د کورنیو او بهرنیو کوچنیو او لویو پانګونو د اقتصادي دوران لپاره اساس چمتو کړي.

د افغانستان د مرکزي بانک یوه پخواني چارواکي چې د امنیتي ستونرو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته په یوه لنډ لیکل شوي پیغام کې لیکلي: "دا پیسې د افغانستان د پیسو د زېرمو د ملا تېر جوړوي او د افغانستان بانک پورې تړلې پیسې دي، هېڅ حکومت، نه تېر، نه اوسنی او هېڅ راتلونکی حکومت حق نه لري چې دا پیسې راوړي او یو ځل یې وکاروي. دا یوازې (۹.۵) میلیارډه ډالره نغدې پیسې نه دي، بلکې سره زر، د سرو زرو سکې او نور قیمتي اسناد هم دي. دا د امانت په توګه او یوه اندازه د پانګې په بڼه موجودي وې چې هره میاشت یې بانکي سود هم درلود. دا سرمایه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال نه، بلکې درې ورځې د کابل تر سقوط وړاندې د پنجشنبې په ورځ کنګل شوې وې."

د افغانستان په بازار کې د افغانیو ارزښت د ډالر د تبادلې د نرخ له مخې ټاکل کېږي.

دغه سرچینې ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې دا هم لیکلي، د دغو پیسو یوه برخه د امریکا په بانکونو کې د بهرنۍ پانګونې او د فدرال د زېرمې په توګه کارول کېده.

د افغانستان په بازار کې د افغانیو ارزښت د ډالر د تبادلې د نرخ له مخې ټاکل کېږي.

تېرو دوو لسیزو کې د افغانیو د ارزښت د ثابت ساتلو په موخه مرکزي بانک په اوونۍ کې لږترلږه یو ځل بازار ته ډالر د لیلام په توګه وړاندې کوي.

د افغانیو د ارزښت ثبات د راکړې ورکړې او پانګونې د توازن د ساتلو لامل کېږي او د سترو زیانونو مخه نیسي.

له ۶ میاشتو راهیسې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د افغانستان پیسې کنګل شوي دي.

د دې کار لامل دې پیسو ته د طالبانو نه لاس رسی و چې ملي یا د خلکو سرمایه هم ورته ویل کېږي،خو اوس د امریکا ولسمشر بایډن د افغانستان د ۷ میلیارډو ډالرو د کنګل شوېو پیسو د خوشې کېدو امر کړی چې نیمايي به یې د سېپټمبر د ۱۱مې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي.

په دې اړه نور: د افغانستان کنګلې پیسې؛ بایډن: نیمايي یې د سېپټمبر ۱۱مې قربانیانو ته بېله شوه

القاعده د هغې پېښې په ترسره کولو تورنه ده چې د دې شبکې د هغه مهال مشر اسامه بن لادن طالبانو ته پناه راوړل او وروسته د ۲۰۰۹ کال د مې په میاشت کې د پاکستان په ایبټ اباد کې ووژل شو.

طالبان هم په وار-وار له القاعدې سره په همکارۍ تورن شوي چې طالب مشرانو هم په ځینو مواردو کې دا تور رد کړی دی.

خو اقتصاد پوهان په دې باور دي چې د افغانستان د مالي سرچینو کمېدل به د افغانیو ثبات او د کورنیو او بهرنیو پانګونو ته زیان ورسوي.

اقتصادي چارو پوه محمد محسن اکبري وایي، د زېرمو له لاسه ورکول به د هېواد پر اقتصاد برخې منفي اغیز وکړي: "د زېرمو له لاسه ورکول د دې لامل کېږي چې د افغانستان بانک په کافي اندازه پیسې ونه لري او دا بیا د دې لامل ګرځي چې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړي، پانګه وال به په ملي پیسو باور ونه لري چې دا به بیا ورځ په ورځ د بې کارۍ او په ټولنه کې د مطلقې بې وزلۍ لامل شي."

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي هم ازادي راډیو سره مرکه کې په دې اړه خپل سیاسي لید لوری شریک کړی: "ښایي بهترین کار دا وي چې طالبان هڅه وکړي چې نړیوال مشروعیت ومومي او هغه غوښتنې چې نړیوال او د افغانستان خلک یې ترې لري د یو مسوول دولت په توګه پرې عمل وکړي په هغه صورت کې به په رسمیت وپېژندل شي، بندیزونه به لېرې شي بیا به یوازې هغه پیسې چې په امریکا کې کنګل شوي نه بلکې نورې پیسې چې په نورو ملکونو کې دي بیا اخیستلی شو، نو که امریکا دا ۷ میلیارده ډالر هم ورکړي دا به یوازې د یو څو مودې لپاره افغانستان مرسته وکړي."

په دې اړه نور: د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د بایډن پرېکړه د څه پر اساس وه؟

له دې ټولو سره - سره لا معلومه نه ده چې د افغانستان د زېرمو دا برخه چې د امریکا د جمهور رییس جو بایډن په فرمان له کنګلېدو ازادې شوي او ویل شوي چې بشري مرستې پرې وشي، په څه ډول به افغانستان ته دننه او مصرف شي؟