د اوکراین کړکېچ؛ د بریتانیا دفاع وزیر مسکو کې خپل روسي سیال سره وکتل

د بریتانیا دفاع وزیر بن والېس

د بریتانیا دفاع وزیر بن والېس پرون جمعه(د سلواغې ۲۲مه) د اوکراین د کړکېچ د کمولو په هدف په مسکو کې د روسیې له دفاع وزیر سرګي شوېګو سره وکتل.

تر دې یوه ورځ وړاندې یعنې د پنجشنبې په ورځ د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لېز ټراس په مسکو کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د اوکراین په اړه خبرې وکړې.

هغې د روسیې له حکومته وغوښتل چې د کړکېچ د کمولو لپاره د اوکراین له پولو خپل ځواکونه لېرې کړي.

دې په عین حال کې خبرداری ورکړ چې لوېدیځ به د روسیې له لوري پر اوکراین د هر ډول پوځي اقدام پرضد د روسیې پرخلاف د اقتصادي بندیزونو په ګډون سخت اقدامات وکړي.

د روسیې دفاع وزیر سرګي شوېګو له خپل بریتانیايي ساري ښاغلي والېس سره تر کتنې مخکې وویل، د اروپا سیاسي او پوځي وضعیت خورا کړکېچن شوی او په دې کې د دوی ملامتي نه شته.

ده دا هم وویل، د امریکا، بریتانیا او د ناټو د نورو غړیو هېوادونو له لوري اوکراین ته د وسلو لېږد په دې سیمه کې د ترینګلتیا اصلي دلیل دی.

د بریتانیا دفاع وزیر بن والېس له شوېګو سره له خبرو وروسته خبریالانو ته وویل، بریتانیا اوکراین ته ټانک ضد وسلې ورکړي چې دفاعي دي او هېڅ ګاونډي هېواد ته یې خطر نه پېښوي مګر دا چې کوم ګاونډی پر اوکراین برید وکړي.

ده په عین حال کې له شوېګو سره خپلې خبرې رغنده وبللې او زیاته یې کړه چې روسیه پر اوکراین د یرغل نیت نه لري.

ده په عین حال کې وویل، د اوکراین په پوله کې د څه باندې یو لک روسي پوځیانو مېشتېدا یوه عادي مانوره نه ښکاري.