د ابوظبی په کمپ کې افغانانو د ۳مې ورځې لپاره اعتراضونه وکړل

ارشیف-د ابوظبی په کمپ کې افغانان

په متحده عرب اماراتو کې په لسګونو هغو افغانانو چې له افغانستانه تر لېږدول کېدو وروسته په کمپونو کې بې برخلیکه پاتې دي، پرون جمعه د درېیمې ورځې لپاره اعتراضونه وکړل.

دوی د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د مېشتېدو لپاره د چارو د چټکۍ غوښتنه وکړه.

دغو کسانو ویلي، له افغانستانه تر ایستل کېدو وروسته میاشتې کېږي چې بې برخلیکه پاتې دي.

تر دې یوه ورځ مخکې یوه امریکايي چارواکي د پناه غوښتونکو د یوه مرکز د لیدو پرمهال وویل چې د دوی د غوښتنلیکونو پروسس کول ښايي کلونه وخت ونیسي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د امریکا دولتي چارواکو تېره اوونۍ له دغو افغانانو سره د دوی د اندېښنو په اړه کتلي دي.