امریکا د اوکراین په پلازمېنه کیف کې خپل سفارت تخلیه کوي

په کیف کې د امریکا سفارت

د امریکا متحد ایالاتونه په پام کې لري چې د اوکراین په پلازمېنه کیف کې خپل سفارت تخلیه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د غرب استخباراتي چارواکو خبرداری ورکړی چې روسیه ممکن ژر پر اوکراین یرغل وکړي.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس په وینا، امریکايي چارواکو ویلي، د بهرنیو چارو وزارت په پام کې لري چې نن په کیف کې د امریکا سفارت له ټولو کار کوونکو وغواړي چې له اوکراینه ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې موضوع په باب لا تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې په کیف کې د سفارت د کار کوونکو د کورنیو غړو ته له اوکراینه د وتلو سپارښتنه کړې وه، خو د سفارت غیر ضروري کار کوونکو ته یې ویلي وو، که وغواړي کولی شي په خپله خوښه له اوکراینه ووځي.

په وروستیو کې واشنګټن په وار- وار خبرداری ورکړی چې روسیه پر اوکراین احتمالي یرغل ته ځان چمتو کوي، خو مسکو دا تور نه مني.