د امریکا ولسمشر پولنډ ته د ۳ زره اضافي سرتېرو د استولو امر وکړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون پولنډ ته د ۳ زره اضافي سرتېرو د استولو امر وکړ. دا په داسې حال کې ده چې دا وېره په زیاتېدو ده چې د اوکراین او روسیې ترمنځ روان کړکېچ په یوه جګړه بدل نه شي.

په یوه بیان کې چې پرون د امریکا دفاع وزارت پنټاګون خپور کړ راغلي دي چې دا اضافي سرتېري باید په را روانه او,نۍ کې له هغو ۱۷۰۰ سرتېرو سره یوځای شي چې د روانې میاشتې په پیل کې هلته استول شوي دي.

په پیان کې راغلي، دا ځواکونه چې شمېر به یې نژدې پنځه زره تنو ته ورسېږي، د چټک غبرګون او د هر راز ماموریتونو د سرته رسولو فوق العاده وړتیا لري.

د پنټاګون د بیان له مخې دا ځواکونه د دې لپاره استول کېږي چې د ناټو غړو ته ډاډ ورکړل شي، د ختیځ لوري ته پر ناټو د احتمالي یرغل مخه ونیسي او له پولنډي ځواکونه سره په ګډه د روزنې چارې پرمخ بوځي.

پرون له دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوان وویل، روسیه له اوکراین سره په سرحد کې د پراخو پوځي عملیاتو لپاره اوس هلته کافي ځواکونه لري او زیاته یې کړه، دا احتمال شته چې روسیه خپل عملیات د هوايي بمباریو یا د توغندیو په حملو سره پیل کړي چې د ده په وینا طبعاً ملکي تلفات به ولري.

روسیه چې د اوکراین سرحد ته نژدې یې له یولک زیات سرتېري او تجهیزات ځای پرځای کړي، د لویدیځ هغه ادعاوې ردوي چې ګنې پر اوکراین یرغل کوي او استدلال کوي چې هرځای ته د خپلو پوځیانو د استولو حق لري.