کریملین: پوتین به له بایډن او مکرون سره پر اوکراین وغږیږي

ولسمشر ولادیمیر پوتین

کریملین وايي، ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن د امریکا او فرانسې له ولسمشرانو جو بایډن او ایمانویل مکرون سره په ټیلیفوني خبرو کې پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په اړه د روانو اندېښنو په اړه خبرې وکړي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون د فبروري په ۱۱مه نېټه وویل، د پوتین او بایډن د ټیلیفوني خبرو غوښتنه د سپینې ماڼۍ له خوا شوې ده.

دواړو ولسمشرانو وروستی ځل په ډیسمبر میاشت کې ټیلیفوني خبرې سره کړې وې او په هماغه میاشت کې یې د ویډیو کنفرانس له لارې هم خبرې وکړې.

دواړو ولسمشرانو د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۱م زیږدیز کال په جون میاشت کې په جنیوا کې مخامخ خبرې سره کړې وې.

له مکرون سره د پوتین د پلان شوېو ټیلیفوني تماس خبر څو ورځې وروسته له هغه ورکول کېږي چې دواړو مشرانو په مسکو کې پنځه ساعته خبرې وکړې.