امریکا په اوکراین کې خپلو اتباعو ته: ژر تر ژره له دغه هېواده ووځئ

کیف کې د امریکا سفارت

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت نوې سپارښتنې خپرې کړي او په اوکراین کې مېشتو امریکایانو څخه یې غوښتي چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.

په مخکېنیو خبرداریو کې دغه وزارت له امریکايي اتباعو غوښتي وو چې دغه ډول اقداماتو ته پام وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه نوې سپارښتنه کې چې پرون خپره شوې له امریکایانو غوښتل شوي چې د روسیې د پوځي برید او د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مخ په زیاتېدونکي ګواښ له امله اوکراین ته سفر ونه کړي او کوم امریکایان چې په اوکراین کې دي ځانونه دې وباسي.

په سیمه کې کړکېچ د مسکو له اقداماتو او له اوکراین سره پولې ته څېرمه د لږ تر لږه سل زره پوځیانو له استولو وروسته زیات شوی دی.