په بامیانو کې د خپلسرو کېندنو په اړه د لرغونو اثارو د متخصصانو اندېښنې

بامیان

راپورونه وايي چې د بامیان په دره کې د نا پېژندل شویو کسانو له لوري خپلسرو کېندنو او د تعمیراتي کارونو چټکتیا د لرغونو اثارو متخصصان اندېښمن کړي دي.

دا سیمه، چې د بودا د دوو سترو نړول شویو مجسمو صلصال او شمامه ځای او شااوخوا سیمې یې په کې شاملېږي، په ۲۰۰۳کال کې د یونسکو له لوري نړیوال میراث اعلان شوې ده.

په دې ځای کې د ودانیو پر له پسې جوړېدو او همداراز خپلسرو کېندونو دا خطر پیدا کړی چې د نړېدلو مجسمو شااوخوا غونډۍ یو مخ ونړېږي.

په بامیانو کې د بودا مجسمې

د لرغونو اثارو متخصصان وايي، که دا غونډۍ ونړېده، د بامیان لرغوني اثار به چې د نړیوال میراث برخه دي، له منځه لاړ شي.

د بامیان لپاره د یونسکو پخوانی همغږوونکی غلام رضا محمدي وايي، دوی د طالبانو له لوري د بودا د دوو مجسمو د نړولو لپاره د ۲۰۰۱ کال د چاودنو جاج اخیستی چې له کبله یې په پرښه کې تر ۳۰ مترو پورې ژور درزونه جوړ شوي دي.

محمدي، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته جرمني ته تللی، ارټ نیوز پیپر خپرونې ته یې ویلي چې د ژمي په موسم کې واورې او اوبه سمڅو او درزونو ته ننوځي او له دې سره هم مهاله په شااوخوا کې کېندنې به دا دره کاملاً ونړوي.