د طالبانو روغتیا وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې 'کووېډ-۱۹' ۱۱ کسان مړه کړي

ارشیف؛ د افغان جاپان روغتون ای سي یو

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغاستان په ۲۳ ولایتونو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله ۱۱ تنه مړه شوي دي.

د دې وزارت ویاند جاوید هژیر وویل چې ۴ په کابل، ۲ په هرات او یو تن په کندوز، هلمند او میدان وردګو کې مړه شوي دي.

د هژیر په خبره په دې موده کې د کرونا له اخیستل شویو ۱۹ نیم سوه نمونو څخه ۸۴۵ یې مثبتې ثبت شوې دي.

د دې وزارت ویاند ونه ویل چې دغه کسان د کرونا ویروس په کومه بڼه اخته شوي وو.

له دې مخکې د دې وزارت چارواکو ویلي چې د کرونا د اومېکرون بڼه چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې خپره شوې، د تشخیص لپاره وسایل او تجهیزات نه لري.

چارواکو دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې لپاره امکانات ډېر محدود شوي دي.