ایا ښځینه فعالانې هم افغانستان کې د امن احساس لري؟

ارشیف، کابل کې د ښځینه فعالانو لاریون

د ښځو لپاره د ازادي راډیو د 'نور بس دی' خپرونه کې په افغانستان کې د څو تري تم شوېو ښځینه فعالانو پر موضوع غږیږو.

د دغو فعالو ښځو د خوشې کېدو لپاره د نړیوالو غوښتنې مخ په زیاتېدو دي.

په دې ترڅ کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرېش له طالبانو په کلکه غوښتي چې د لادرکه شوېو ښځینه فعالانو خوندیتوب یقیني کړي.

ګوتیرېش نن پنجشنبې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "زه په ژوره توګه د ښځو د ورکو شوېو فعالانو د سلامتیا په اړه اندېښمن یم."

نوموړي لیکلي، یو شمېر فعالانې لا درکه شوي او له اونیو راهیسې ورسره تماس نشته.

له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما ویلي و چې د بې درکه شوېو فعالو افغانو ښځو د برخلیک په اړه د نړیوالو غوسه د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته ورسول شوه.

یوناما پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، امیرخان متقي پرون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز ته د دې مسالې د حلولو لپاره د هلو ځلو ډاډ ورکړ.

طالبانو د دغو ښځینه فعالانو توقیف یا نیول رد کړي دي.

لادرکه شوې مېرمنې هغه فعالانې دي چې په وروستیو کې يې د خپلو حقونو لپاره په اعتراضیه لاریونونو کې برخه اخیستې وه.

له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، په تېرو نژدې ۶ میاشتو کې افغانستان نسبتاً امن شوی.

طالب چارواکو ویلي، اوس د دې هېواد ټول وګړي په امن کې ژوند کوي خو ایا ښځینه فعالانې هم همدا ډول احساس لري؟

په خپرونه کې دا موضوع له دوو مېلمنو، مدني فعالانو، نفیسه دانش او شایسته صافۍ سره څېړو.

دا خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

نور بس دی