د اوکراین په سر د لویدیځ او روسیې کړکېچ؛د بریتانیا یوه چارواکې مسکو ته ورسېده

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره لېز ټرس

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره لېز ټرس د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د خبرو لپاره پرون داسې مهال مسکو ته ورسېده چې اروپايي مشرانو د اوکراین پر سر د لویدیځ او روسیې ترمنځ د کړکېچ د هواري لپاره ډپلوماټیکې هڅې خورا تیزې کړي دي.

لویدځ اندېښنه لري چې روسیه به چې د اوکراین له پولې سره یې له سل زرو زیات سرتیري ځای پرځای کړي، پر دې هېواد برید وکړي.

مېرمن ټرس مسکو ته له رسېدو سره سم په یوه ټویټ کې ولیکل چې روسیې ته په دې سفر کې به له خپل سیال سرګي لاورف سره وګوري او دا به ورته روښانه کړي چې روسیه باید سمدستي خپل ځواکونه له سیمې شاته کړي او د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی وکړي که نه له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.

نوموړې وویل، یو برید به لویه تېروتنه وي او زیاته یې کړه چې ډپلوماسي د حل یوازینۍ لاره ده او روسیه باید دغه لاره مخ ته ونیسي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره یوه ورځ وروسته تردې مسکو ته ځي چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د ډپلوماټیکو هڅو په ترڅ کې له مسکو او کیف څخه کتنه ترسره کړه.

مکرون د روسیې او اوکراین په پلازمېنو کې د دواړو هېوادونو له ولسمشرانو سره خبرې وکړې.

مکرون وویل، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورته ویلي، مسکو به د کړکېچ د لا زیاتوالي سبب نه شي.

په عین حال کې ټاکل شوې چې د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن نن د پولنډ پلازمېنې وارسا او د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته لاړ شي.

جانسن به په بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او په وارسا کې د پولنډ له ولسمشر اندژې دودا سره د روان وضعیت په اړه سلا او مشورې وکړي.

دغه راز به د جرمني صدراعظم اولاف شولز هم نن په برلین کې د بالتیک هېوادونو له مشرانو سره خبرې وکړي.

په داسې حال کې چې اروپایي مشران د راپورته شوي بحران د هواري لپاره هڅې کوي، مسکو او مېنسک لس ورځني ګډ پوځي تمرینات پیل کړي چې شااوخوا دیرش زره روسي سرتیري به په کې ګډون کوي.

د بېلاروس خاورې ته د دغو ځواکونو له ننوتو سره دا وېره زیاته شوې چې ښایي ورڅخه پر اکراین د برید لپاره کار واخېستل شي.

د روسیې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه پوځي تمرینات به په بېلاروس کې د فبرورۍ د میاشتې تر شلمې نېټې دوام وکړي او هغه به د بهرني یرغل پر ځپلو او شنډولو متمرکز وي.

په عین حال کې اوکراین هم د دغو پوځي تمریناتو په غبرګون کې نن پوځي تمرینات پیل کړل.

کیف نه دي ویلي چې دغو تمریناتو کې څومره پوځي پرسونل او وسلې ګډون لري؟

که څه هم مسکو ویلي، نیت نه لري چې پر اوکراین برید وکړي، خو یو شمېر امریکایي چارواکو ویلي چې ښایې روسیه د روانې میاشتې تر نیمایي پر اوکراین یو بشپړ یرغل پیل کړي.