ګوترېش: طالبان دې د لا درکه شوېو ښځینه فعالانو خوندیتوب یقیني کړي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرېش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرېش له طالبانو په کلکه غوښتي چې د لا درکه شوېو ښځینه فعالانو خوندیتوب یقیني کړي.

ګوتیرېش نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:" زه په ژوره توګه د ښځو د ورکو شوېو فعالانو د سلامتیا په اړه اندېښمن یم."

نوموړي لیکلي، یو شمېر فعالانې لا درکه شوي او له اونیو راهیسې ورسره تماس نشته.

طالبانو د دغو ښځینه فعالانو توقیف یا نیول رد کړي دي، خو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یې په کابل کې د ملګرو ملتونو استازې ته پرون ډاډ ورکړی چې دې برخه کې هلې ځلې کوي.

لادرکه شوې مېرمنې هغه فعالانې دي چې وروستیو کې يې د طالبانو ضد مظاهرو کې برخه اخېستې وه.