د کندز کروندګر وايي ژمني حاصلات یې زیات شوي، ښه عواید یې ترلاسه کړي

د کروندګرو په خبره چې په ژمني حاصلاتو کې تازه پیاز، کرم، ګُلپي،کاهو، سپینه مُلۍ، ګازري او شلغم شامل دي.

د کندز ولایت یو شمېر کروندګر وايي، سږ کال د دغه ولایت په ژمني حاصلاتو کې زیاتوالي راغلی او له دې درکه دوی ښه عواید ترلاسه کړي دي.

د کروندګرو په خبره چې په ژمني حاصلاتو کې تازه پیاز، کرم، ګُلپي،کاهو، سپینه مُلۍ، ګازري او شلغم شامل دي.

۵۰ کلن کروندګر جمعه خان وايي: "سږکال د ګازرو حاصلات ښه دي. ځکه اوبه پرېمانه وي او ترڅنګ یې وضعیت هم ښه وو. له یو جریب ځمکې د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت حاصل ترلاسه کوو. د ګازرو فصل چې خلاص شي، بیا دلته رومیان، بامیه، توربانجان، مرچک، بادرنګ او داسې نور سبزیجات کرو."

کندز په شمال‎ ختېځ زون کې د افغانستان له حاصل‎خېزه ولایتونو څخه شمېرل کېږي او په دې وروستیو کلونو کې د دې ولایت د کرنې ادارې او یوشمېر همکارو ادارو له‎ خوا د کمو ځمکو لرونکو بزګرانو ته شنې خونې جوړې شوې او له دې خونو په کال کې څلور فصله د هر ډول ترکاریو حاصل ترلاسه کوي او له همدې درکه د خپل د ژوند چارې پرمخ وړي.