د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن پولنډ او بلجیم ته ځي

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن

ټاکل شوې چې د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن په یوه ورځني سفر سبا پولنډ او بلجیم ته لاړشي.

نوموړی دغه سفر داسې مهال ترسره کوي چې د اوکراین په پوله د روسيې له سل زره زیاتو سرتیرو د ځای پرځای کېدا پر سر د لویدیځ او روسیې ترمنځ کړکېچ اوج ته رسیدلی دی.

ناټو نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، جانسون به په بروکسل کې د دې تړون مرکزي دفتر ته ورشي او د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره به وګوري.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، جانسن او د دې هېواد صدراعظم ماتیوش مورا ویسکي به په دې هېواد کې دېره له بریتانوي ځواکونو څخه کتنه ترسره کړي.

بریتانیا وړمه ورځ ویلي، نور ۳۵۰ سرتیري به پولنډ ته ولېږي.