ریاست الوزرا: له ایرانه واردېدونکي ډیزل باید فلټر او بیا بازار ته وړاندې شي

د ایران تېل

د طالبانو ریاست الوزرا وايي، تر دې وروسته باید له ایران څخه افغانستان ته واردېدونکي ډیزل اول فلټر او بیا بازار ته وړاندې شي.

په دې اړه د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پرون په غونډه کې بحث وشو.

د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې د هغو ټانکرونو شمېر ۱۶۰۰ ته رسېږي چې ایران څخه وارد شوي تېل په کې خرڅېږي او ډېری یې پر معیار برابر نه دي.

ایران تېره میاشت اعلان وکړ چې د یوه تړون له مخې به تر را-روانو درېیو میاشتو پورې افغانستان ته خپل تېل او ګاز صادروي.