روسیه وايي، ۶ جنګي بېړۍ يې مدیترانې سمندرګي په لور خوځېدلي

ارشیف؛ تصویر تزئیني بڼه لري

روسیه وايي چې ۶ جنګي بېړۍ یې، په پوځي تطبیقاتو کې د ګډون لپاره له مدیترانې سمندرګي څخه د تور سمندرګي پر لور خوځېدلې دي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې د اوکراین په سرحد کې د روسي سرتېرو د شمېر د زیاتېدو پرسر د لوېدیځ او مسکو ترمنځ اړیکي ترینګلي شوې دي.

د روسیې دفاع وزارت پرون سې شنبې په یو بیان کې وویل دا بېړۍ د بالتیک له سمندري قطعې سره تړاو لري او په پوځي تطبیقاتو کې د ګډون په مقصد د باسفورس تنګي له لارې د تور سمندرګي پر لور روانې شوې دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې درې روسۍ بېړۍ پرون له باسفورس تنګي څخه تېرې شوې.

په هغه صورت کې چې د مسکو پلان له دې بېړیو د اوکراین پرضد په پوځي اقدام کې کار واخلي،دا وي چې د ناټو غړې ترکیه له قانون سره سم دا اجازه لري چې د استانبول ښار په منځ کې دا ترانزیتي لاره بنده کړي.