"درې سندرې د بېنظیرې لپاره"، په دې مستند فلم کې د یوه افغان ځوان چې ښایسته نومېږي، د ژوند کیسه تصویر شوې.
هغه ځوان چې د بېنظیرې سره واده کوي، د کابل د کډوالو په یوه کمپ کې کډ ژوند پیلوي او د خپلې کورنۍ د لومړي ځوان په توګه د افغان ملياردو سره د یوځای کېدو خوبونه ویني.
ښایسته له بېنظیرې سره لیونۍ مینه لري، خو د کورنۍ مسوولیتونه او هغه انتخابونه چې دی یې په ژوند کې لري، د دواړو په اړیکه ژور اغېز پرې باسي.
اوس دا فلم د لنډ مستند او غیر داستاني فلم په چوکاټ کې اسکار جایزې ته نوماند دی.
د فلم لارښود ګلستان میرزايي چې له خپلې مېرمنې الیازابت سره یې دا مستند په ګډه جوړ کړی دا هر څه هېښوونکي بللي.
هغه په خپله ټویټرپاڼه مننه کړې او د افغانستان زندهباد نارې سره یې پر دې پرېکړه خوښې ښودلې.
"I wanted to show that there is romance in Afghanistan. I am not interested in showing war, I%27m interested in the impact on the lives of my people..how the forces outside have impacted the life of this young couple.” #Afghanistan #ThreeSongsForBenazir https://t.co/ZLz26T1eoc
— گلستان میرزایی (@GulistanMirzaei) January 24, 2022
له ګلستان میرزايي سره مو د ایمیل او ټولنیزو رسنیو له لارې اړیکه ونیوه، څو ورسره خبرې وکړو، خو بریالي نه شوو.
"درې سندرې د بېنظیرې لپاره" مستند کې هڅه شوې چې د کرکټرونو په وسیله په واضح ډول جوړښتي، ټولنیز، رواني او سیاسي واقعیتونه رابرسېره کړي.
دا فلم په ډېر ماهرانه ډول ایډیټ شوی، اوډون ورکړل شوی او کله چې پای ته رسېږي، د دې لپاره زمینه برابروي چې پرې بحث وشي.
د اسکار یا د اکاډمۍ جایزې 'Academy Awards' د امریکا د علومو اکاډمۍ او د متحرکو تصویرونو هنرونو ادارې لهخوا هرکال د نړۍ غوره سینمايي هڅو او جوړو شوېو فلمونو، مستندونو او نورو.... ته ورکول کېږي. دا په فلمي نړۍ کې معتبره جایزې دي.