د کابل ښار 'جای رئیس' سیمه کې یوه مېرمن له خپلو ۲ لوڼو سره وژل شوې

ارشیف؛ جلال اباد کې یوه ښځه د خپلوانو مړي ته ناسته ده

۴۱ کلنه عیدیما د کابل په اوومه حوزه کې پرون مازدیګر نږدې ۳ بجې په خپل کور کې له دوو لوڼو سره وژل شوې.

د هغې لوڼې یوه مصریه او بله منوره نومېده چې د ۹ او ۱۴ کلنو وې.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځډراڼ دا یوه جنايي پېښه بولي او وايي، له پېښې نیم ساعت وروسته یې ځواکونو د دې ښځې او لوڼو د وژنې په تور یو تن نیولی دی.

ځدران وایي:" پرون ماسپښين درې بجې زموږ د اوومې امنیتي حوزې مسؤلان خبر شول چې د رامین په نوم یو شخص درې ښځې وژلي دي. لومړنیو څېړنو کې مجرم په خپل جرم اعتراف کړی او ځان یې د دوی موټر چلوونکی معرفی کړی. "

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځډراڼ

یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، وژل شوې عیدیما د اطلاعاتو و فرهنګ په وزارت کې د مدیریت په بست کار کاوه، خو لوڼې یې زده‌کوونکې وې.

په کابل کې دا وژنې داسې مهال کېږي چې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې دیبرا لاینز سره کتنه کې ویلي، هېڅ څوک د صحرايي محکمې حق نه‌لري او د سر غړونې اجازه نه ورکول کېږي.

که څه هم د کابل امنیه قوماندانۍ د دغې مور او لوڼو وژل کېدل یوه جنايي پېښه یادوي، تر خوا یې نږدې درې اوونۍکېږي چې د هغو پنځو معترضو نجونو برخلیک هم معلوم نه‌دی چې له خپلو کورونو بیول شوي او له دې ورهاخوا د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځو پر وړاندې ټولنیزو محدویتونه هم زیات شوي دي.

د هغوی کورنۍ ادعا کوي چې دا نجونې له طالبانو سره زنداني دي، خو د طالبانو حکومت په دې اړه د معلوماتو راټولولو خبره کوي او بشپړ جزئیات نه ورکوي.

پرون مازدیګر د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي سره کتنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرالاینز په دې اړه خپله اندېښنه هغه سره شریکه کړې ده.

ارشیف؛ عبدالسلام حنفي له دیبورا لاینز

یوناما یوه خبرپاڼه کې لیکلي، مېرمن لاینز غوښتي چې د طالبانو حکومت دې د دې نجونو د ازادۍ او خوندیتوب لپاره هر ډول ګام پورته کړي.

پروانه ابراهیم‌خېل او تمنا زریاب پریاني د جنوري په ۱۹مه له خپلو کورونو یوړل شوې.

مرسل عیار او زهرا محمدي تېره اوونۍ ونیول شوې، خو لا یې هم معلومات نه‌شته چې چېرته دي او څه حالت لري.

د هرات د ښځينه‌وو محبس مدیره عالیه عزیزي هم لا درکه شوې چې د برخلیک په باب یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په افغانستان کې د دې ښځو او د هغوی د خپلوانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، هېڅ خبر نه شته چې دا ښځې چېرته دي او ویې غوښتل چې چارواکي په دې اړه معلومات ورکړي.