د سره صلیب کمېټه: ۲۴ ملیونه او ۴ لکه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

بې ځایه شوې کورنۍ

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۴ ملیونه او ۴ لکو ته رسیږي.

دغه سازمان پرون په ټویټر کې لیکلي، چې دا د تېر ۲۰۲۱کال په نسبت بشري مرستو ته د اړو کسانو په شمېر کې ۳۰ فیصده زیاتوالی ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان د طالبانو واکمنېدو وروسته بې وزلي زیاته شوې او ډېری خلک د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته هم لاسرسی نه لري.