د فرانسې ولسمشر: له پوتین سره د اوکراین د کړکېچ په اړه خبرې ګټورې وې

د فرانسې او روسیې ولسمشران

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي ورته ویلي چې د ۲۰۱۴کال د موافقې چې د منسک تړون په نوم یادېږي، اصولو ته ژمن دي.

ښاغلي مکرون د امریکا او بریتانیا د رهبرانو بر خلاف پر اوکراین د روسیې احتمالي یرغل کم اهمیته وښود او پرون سې شنبه له مسکو څخه کیف ته لاړ چې د منځګړي په توګه عمل وکړي.

ښاغلي مکرون پرون په کیف کې له خپل اوکراییني سیال ولادمیر زلینسکي سره یوه کنفرانس ته وویل، ګډ هوډ د سولې ټینګښت او دسیاسي حل لارې موندل دي.

ښاغلي مکرون په کیف کې له خپل اوکراییني سیال ولادمیر زلینسکي سره

خو د اوکراین ولسمشر ښاغلي زلینسکي وویل، د هر هغه تضمین په اړه زړه نازړه دی چې مکرون ممکن له پوتین سره ورباندې سلا کړې وي.

وروسته له هغې چې روسیې د اوکراین پولې ته څېرمه خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي، امانوېل مکرون د یوه غربي قدرت لومړی رهبر دی چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ګوري.

هغه په مسکو کې د خپلو کړو مذاکرو دفاع وکړه او خبریالانو ته یې وویل، هېڅ کله یې حتا د یوې ثانیې لپاره هم له پوتین څخه د امتیاز اخیستو تمه نه درلوده.

د رویټرز اژانس په حواله، د فرانسې ولسمشر د روان کړکېچ د حل لپاره د کوم پرمختګ اعلان ونه کړ او ویې ویل، چې فکر کوي مذاکرې یې د بحران د لا خرابېدو له مخنیوي سره مرسته کړې ده.

وروسته له هغې چې روسیې خپل شااوخوا یو لک سرتېري د اوکراین پولې ته څېرمه ځای پر ځای کړل، د امریکا د متحدو ایالاتونو تر څنګ ګڼو غربي هېوادونو اندېښنه وښوده چې مسکو ښايي د اوکراین په وړاندې پوځي اقدام وکړي، خو مسکو دا تور رد کړی دی.