ملګري ملتونه : په روان کال کې به ۳ ملیونه او ۲ لکه افغان ماشومان له خوارځواکۍکړېږي

په کندهار کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم

په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر زیاتېدو په اړه یو وار بیا ملګرو ملتونو اندېښنه وښوده.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف د ارتباطاتو مشرې، سم مورت پرون ازادۍ راډیو ته وویل،په ۲۰۲۲کال کې به په افغانستان کې تر درې ملیونو او دوو لکو زیات ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي.

اغلې مورت وویل:" یونېسف اټکل کوي چې په ۲۰۲۲کال کې به څه باندې درې ملیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي، څه باندې یو ملیون ماشومان به له خورا سختې خوارځواکۍ کړېږي."

ارشیف؛ اووه میاشتنۍ عبدالله په خوارځواکۍ اخته شوی

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي یې و چې یو ملیون ماشومان د سختې خوارځواکۍ له کبله د مړینې له خطر سره مخامخ دي.

د تغذیې متخصص، ډاکټر محمد همایون لودین په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د ستونزې د حل لپاره ځینې وړاندیزونه لري.

لودین وایي:" د دغو ماشومانو درملنه په عاجله توګه اړینه ده. نړیواله ټولنه دې په دوو برخو کې ډېره مرسته وکړي: په خوارځواکۍ د ټولو اخته ماشومانولپاره د روغتیايي او د خوارځواکۍ د درملنې د خدمتونو مهیا کول. دویمه موضوع: اقتصادي وده ده. که دغه ماشومان تداوي شي، بېرته په خوارځواکۍ اخته کېږي. ځکه په کور کې یې خواړه نه شته. نړیواله ټولنه دې د خلکو د اقتصاد د احیا لپاره کور پر کور مرسته وکړي."

د دې مېرمنې زوی د خوارځواکۍ له امله مړ شوی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدالباري عمر ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي، دخوارځواکۍ د مخنیوي په ګډون په ځینو مهمو برخو کې نړیوال بانک مرستې کولې چې اوس دا مرستې بندې شوي او په روغتیايي برخه کې یې یو بحران جوړ کړی دی.

د ښاغلي عمر په خبره، د افغانستان روغتیایي سکټور ۸۸ سلنه پر بهرنیو مرستو ولاړ و چې د مالي مرستو په بندېدو سره‌ په افغانستان کې څه باندې۲،۳۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.