د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون اوکراین ته ځي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

ټاکل شوې چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون نن اوکراین ته ولاړ شي.

مکرون کیف ته وروسته له هغې ځي چې مسکو ته یې په سفر کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین پر سفر د لویدیځ او روسیې ترمنځ د راپورته شوي کړکېچ د هواري پر لارو چارو خبرې وکړې.

مکرون پرون په کریملین کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، پوتین ته یې د کلکو امنیتي ضمانتونو وړاندیزونه کړي او هغه ورته ډاډ ورکړی چې د اوکراین د ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره به هڅې وکړي.

په سیمه کې د روان کړکېچ د هواري لپاره د ډپلوماټیکو هڅو له چټکېدو سره-سره امریکایي چارواکو ویلي چې د دې ډېر احتمال شته چې روسیه په نژدې ورځو او اونیو کې پر اوکراین برید وکړي.