نن ویانا کې د ایران د اټمي تړون د بیا فعالولو په موخه خبرې پیلیږي

آرشیف، ویانا کې د ایران پر اټمي تړون خبرې

اروپایي ټولنه وایي، د ایران د اټمي تړون د بیا فعالولو په موخه خبرې نن سې شنبه (د سلواغې ۱۹مه) بیا په ویانا کې پيلیږي.

د خبرو د پيل اعلان داسې مهال کېږي چې ایران د پرمختګ لپاره یو اساسي شرط وړاندې کړی او هغه دا چې پر دوی دې د امریکا ټول لګول شوي بندیزونه لېرې شي.

دا خبرې د تېرې جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه ودرېدې او مرکچیان یې د سلا مشورو لپاره خپلو هېوادونو ته ستانه شول.

ایران په ۲۰۱۵م زیږدیز کال کې د نړۍ له شپږو قدرتونو سره اټمي تړون لاسلیک کړ چې موخه یې د اټمي فعالیتونو محدودل او برعکس پر ایران د بندیزونو لېرې کول و.

خو امریکا ۲۰۱۸ کال کې له دې تړونه ووتله چې ورسره د ایران ژمنې هم ماتې شوې.