پوتین له خپل فرانسوي سیال مکرون سره خپلې خبرې ګټورې وبللې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (چپ) له خپل فرانسوي سیال امانویل مکرون سره. ۷ فبروری ۲۰۲۲

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل فرانسوي سیال امانویل مکرون سره پرونۍ خبرې ګټورې او عملي بللې دي.

پوتین له مکرون سره په ګډه خبري ناسته کې ویلي، ده ته د فرانسوي سیال له خوا شوي یو شمېر وړاندیزونه د لانجې د هواري په موخه پرمختګ ته لاره هوارولی شي.

ایمانویل مکرون وویل، راتلونکې څو ورځې به حساسې وي او په خبره یې پوتین ته یې د "کلکو امنیتي ضمانتونو" وړاندیز کړی دی.

فرانسوي ولسمشر ویلي، پوتین د ثبات او د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا ډاډ ورکړی دی.

ټاکل شوې مکرون نن کیف کې له اوکرایني چارواکو سره تر خبرو وروسته بیا له پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړي.

د دې ټولو سیاسي هلو ځلو موخه داده چې روسیه پر اوکراین له احتمالي یرغله را وګرځوي.