د اوکراین د اشغال په صورت کې پر روسیې د بندیزونو پر لګولو غور کېږي

د روسیې او امریکا ګډ بیرغونه

یو امریکايي چارواکی وايي، د دوی پلاوی چې د بهرنیو چارو، خزانې او سوداګرۍ وزارتونو لوړپوړي چارواکي په کې شامل دي اروپا ته رسېدلی چې د مسکو له خوا د اوکراین د اشغال په صورت کې پر اوکراین د بندیزونو احتمال وڅېړي.

دغه چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخېستل شي، رویټرز خبري اژانس ته وویل، د دوی پلاوی به بریتانیا، فرانسې، بلجیم او جرمني ته سفر وکړي چې له اروپايي چارواکو سره په سیمه کې روان وضعیت هم وارزوي.

په همدې حال کې ناټو ویلي، که روسیه تر پوځي تمریناتو وروسته خپل ځواکونه په بېلاروس کې پرېږدي، دوی به هم ښايي په بالتیک حوزه او پولنډ کې خپل پوځي حضور پراخ کړي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې روسیې خپل شااوخوا ۳۰ زره پوځیان د پوځي تمریناتو لپاره بېلاروس ته لېږلي دي.

په همدې حال کې له اوونیو راهیسې د روسیې شااوخوا سل زره پوځیان د اوکراین پولې ته څېرمه ځای پر ځای شوي دي.