د پاکستان صدراعظم په دې باور دی چې په افغانستان کې تر ډېرو کلونو وروسته د سولې چانس برابر شوی، خو بشري بحران یې د اندېښنې وړ وباله.
عمران خان په هغه مرکه چې د چین له 'CGTN' ټلوېزیوني شبکې سره یې کړې او پرون خپره شوه، په افغانستان کې پراخېدونکی بشري بحران ناوړه یاد کړ.
نوموړي وویل: "دا لومړی وار دی چې د سولې چانس برابر شوی، ځکه دا مهال په افغانستان کې جګړه نه شته. خو اوس ستونزه د یوه لوی بشري بحران ده، ځکه د افغانستان حکومت د طالبانو د ولکې تر ټینګولو پورې پر بهرنیو مرستو متکي و، د افغانستان د بودجې ۷۵ فیصده برخه له بهرنیو مرستو برابرېده. کله چې دا مالي مرسته بنده شوه، اوس حکومت په جدي بحران کې دی چې بیې خورا لوړې شوي او حکومت خدمات نه شي وړاندې کولی."
عمران خان تر دې مخکې په پیکېنګ کې د چین له ولسمشر شي جېن پېنګ سره له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام او د افغانستان د کنګل شوېو اسعاري زېرمو پر ازادېدو خبرې کړې وې.
د افغانستان تېرو حکومتونو په وار- وار پر پاکستان تور لګاوه چې په خپله خاوره کې یې طالبانو ته پناه ورکړې ده او پوځي روزنه ورکوي، خو اسلام اباد دا تورونه رد کړي دي.
وروسته له هغې چې طالبانو د اګسټ میاشتې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د افغان طالبانو په اړه د پاکستاني چارواکو لحن نور هم نرم شوی دی.
د پاکستان صدراعظم عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او نورو چارواکو پر نړیوالو سټېجونو هم داسې څرګندونې کړي چې د طالبانو په طرفداري بلل شوي دي.
بل خوا د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف پرون په ټویټر کې لیکلي، په افغانستان کې د ژمي شپې ورځې په سختېدو دي او دوی د نورو ادارو په مرسته توانېدلي په هرات کې ۱۷۰۰ کورنیو ته ژمنۍ مرستې ورسوي.
1/2As harsh winter weather intensifies in Afghanistan, @UNICEF is on the ground distributing critical relief supplies to 1700 families including 5000 blankets, 1700 tarpaulins, and 1700 buckets in #Herat Province. pic.twitter.com/bS75QvykJz
— UNICEF Afghanistan (@UNICEFAfg) February 7, 2022
ملګرو ملتونو په ډسمبر میاشت کې لا خبرداری ورکړی و چې د افغانستان اقتصادي رکود د ټولو د سترګو په وړاندې پېښېږي او دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې وه چې د دې ستونزې مخه ونیسي.