د ډیپلوماتیکو هڅو نوی پړاو؛ مکرون د روسیې او اوکراین د کړکېچ حل په موخه مسکو ته ځي

ایمانویل مکرون

په داسې حال کې چې لسګونه زره روسي سرتېري د اوکراین په سرحد کې راټول شوي او لوېدیځ پر اوکراین د روسيې د احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړی، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون مسکو ته ځي چې له خپل ساري ولادیمیر پوتین سره د دې کړکېچ د سوله ییز حل په اړه خبرې وکړي.

مکرون پرون د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره هم ۴۰ دقیقې ټیلیفوني خبرې وکړې.

د فرانسې جمهوري ریاست په یوه بیان کې وویل، په دې خبرو کې دواړو مشرانو د اوکراین په مسئله کې د هڅو د همغږۍ په اړه خبرې وکړې.

ارشیف؛ جوبایډن د اوکراین له ولسمشر سره په ټیلیفون خبرې کوي

سپینې ماڼۍ وویل چې په دې خبرو کې د اوکراین په سرحد کې د روسیې د پوځ د زیاتېدونکي حضور د دوام په غبرګون کې د ډيپلوماتیکو هلو ځلو تر څنګ د روسیې د ګواښ د مخنیوي پر هڅو بحث وشو.

په عین حال کې د جرمني صدراعظم واشنګټن ته روان شوی.

اولاف شولز د انګېلا مېرکل پرځای د کار له پیل وروسته لومړی ځل امریکا ته سفر کوي.

پر جرمني له دې کبله انتقادونه وشول چې اوکراین ته د وسلو له استولو سره یې موافقه و نه کړه خو ښاغلی شولز به د دې سفر په ترڅ کې هڅه وکړي چې د اوکراین په کړکېچ کې د جرمني د منځګړیتوب ونډه په ډاګه کړي.

د جرمني صدراعظم واشنګټن ته روان شوی.

شولز پرون له برلین څخه د روانېدو پرمهال یوځل بیا ټینګار وکړ چې جرمني به اوکراین ته وسلې ونه لېږي خو ویې ویل چې هېواد به یې د بالتیک هېوادونو ته د سرتېرو د استولو لپاره چمتووالی ونیسي.

جرمني اوس مهال په لیتوانیا کې د ناټو د پوځي عملیاتو مشري کوي او هلته شااوخوا ۵۰۰ سرتېري لري.

لوېدیځ وايي چې روسیې له سل زرو زیات سرتېري د اوکراین په سرحد کې ځای پرځای کړي او شک لري چې ښايي روسیه د اوکراین د نیولو پلان لري.

روسیه که څه هم د اوکراین د اشغال ادعا ردوي خو له لوېدیځ څخه د پراخو امنیتي تضمینونو غوښتنه لري.

په دې غوښتنو کې یوه دا ده چې اوکراین به هېڅ کله په ناټو کې نه شاملېږي.