په جګړه ځپلي موسی کلا کې د هیلو غږ؛ هلمندي ځوان د نجونو او هلکانو ښوونځی پرانیست

په موسی کلا کې د ښوونځي پرانیسته

د هلمند په جګړه ځپلې ولسوالۍ موسه کلا کې، د یو خصوصي ښوونځي پرانیسته.

ګل احمد نعیمي هغه هلمندی ځوان دی چې دا ښوونځی یې جوړ کړی.

د نوموړي په خبره، ښوونځی لومړنی دی او تر شپږم ټولګي به په کې نجونې او هلکان دواړه زده کړې کوي.

نعیمي وایي:"دا شل کاله په دې سیمه کې ماشومان او ځوانان له زده کړو بې برخې وو، موږ ویل چې نور باید دلته تعلیم وشي او قلم د ځوانانو په لاس کې ورکړو."

ګل احمد نعیمي هغه هلمندی ځوان دی چې دا ښوونځی یې جوړ کړی.

دا په موسی کلا کې دوهم خصوصي ښوونځی دی، خو مسؤلین یې وايي چې معیاري دی او د ترانسپورت په شمول ټول امکانات یې د زده کوونکو لپاره برابر کړي دي.

د ښاغلي نعیمي په خبره هڅه کوي چې په منځني ښوونځي یې بدل کړي.

دا ښوونځی داسې مهال پرانیستل کېږي چې موسی کلا له یوې اوږدې جګړې ورسته د ارامۍ ساه اخلي.

د دغه ښوونځي یوه زده کوونکې اسما وایي:"ماشومان، هلکان او نجونې دلته مکتب وايي، موږ خوشحاله یو."

ګل احمد نعیمي په موسی کلا کې له ماشومانو سره

دا غږ هلمندیانو ته هیله بخښونکی دی، خو هغه څه چې د ناهیلۍ دي هغه دا دي چې په افغانستان کې د طالبانو په راتګ سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې دي.

هلمند د تودو سیمو په ولایتونو کې راځي چې زده کړې په کې روانې دي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د نجونو د زده کړو په اړه په وار وار د یوې طرحې د جوړولو خبره کړې ده، خو تر اوسه دا طرحه له خلکو او رسنیو سره نه ده شریکه شوې.


ازادي راډیو یو ځل بیا د تازه معلوماتو ترلاسه کولو هڅه وکړه خو د دغه وزارت ویاند د راپور تر خپرېدو ځواب را نه کړ.