له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې ۱ لوبغاړی او ۳ اداري کارکوونکي لندن کې پاتې شوي

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې یو لوبغاړی او د افغان کرکټ بورډ درې اداري کارکوونکي په لندن کې پاتې شوي دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د کرکت بورډ د رسنیو د څانګې کارکونکی صدیق الله عابد، د لوبډلې ډاکتر صفت الله، ویډیو انالست شېرالله او د نولس کلنو کم عمره ځوانانو یو لوبغاړی هغه کسان دي چې په لندن کې له لوبډلې پاتې شوي دي.

سرچینه د لوبغاړي نوم نه ښيي.

سرچینه دا هم وايي، لا معلومه نه ده چې یاد کسان هلته د سیاسي پناه د اخیستلو لپاره پاتې شوي دي او که بېرته به افغانستان ته راستانه شي.

د راپورونو پر بنسټ یاد کسان هغه مهال د لندن په هیترو هوايي ډګر کې نادرکه شول چې افغان لوبډله له وېسټ انډیزه انګلستان ته له رسېدو وروسته د متحده عربي اماراتو پر لور حرکت کولو ته منتظره وه.

افغان کرکټ بورډ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې په ۲۰۱۰ میلادي کې کال کې د افغانستان د کرکټ د نولس کلونو کم عمره ځوانانو ۷ لوبغاړي په کاناډا کې له لوبډلې پاتې شوي وو.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ را وروسته د بېلابېلو لوبډلو یو شمېر افغان لوبغاړي نورو هېوادونو ته وایستل شول.

د افغانستان له نولس کلونو کم عمره ځوانانو لوبډلې د ۲۰۲۲ کال په نړیوال جام سیالیو کې څلورم مقام خپل کړو.

افغان لوبډلې په دې سیالیو کې تر نیمه پایلوبې سفر وکړ خو په نیمه پایلوبه کې يې د انګلستان لوبډلې په وړاندې ماتې وخوړه.

ټاکل شوې چې د کرکټ تر نولس کلونو کم عمره ځوانانو لوبډله نن کابل ته راستنه شي.