د اوکراین او روسیې لانجه؛ یوه ډله امریکايي عسکر پولنډ ته ورسېدل

پولنډ

یوه ډله امریکايي عسکر پرون پولنډ ته ورسېدل.

دا عسکر پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په تړاو د اندېښنو په اوج کې د اوکراین ګاونډ پولنډ ته استول شوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وړمه ورځ امر کړی چې تر درې زره اضافي امریکایي عسکر پولنډ او رومانیا ته واستول شي.

امریکا دا کار په اروپا کې د ناټو متحدینو د ملاتړ لپاره کوي.

امریکايي چارواکو له هغې ډلې د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان ویلي روسیه هر وخت په اوکراین برید ته چمتو ده خو امریکا د اوکراینیانو د مادي ملاتړ لپاره د خپلو متحدینو سره په ګډه سختې هڅې کوي.