نن د فبرروي اوومه په هند کې هغو اتیا تنو افغان پوځيانو ته یو کلنې زده کړې پیلیږي چې د امنیتي ګواښونو په سبب افغانستان ته نه شي ستنېدلی.
په هند کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.
د اعلامیې له مخې دا افغان پوځیان مخکې د هند له بېلابېلو پوځي اکاډمیو فارغ شوي خو د امنیتي ګواښونو او نامعلوم برخلیک په خاطر په هند کې پاتې وو.
تمه ده دوی ته د هند د حکومت له خوا درېیو انستیتوتونو کې د انګلیسي ژبې یو کلنې زده کړې ورکړل شي.
د هند حکومت ژمنه کړې چې دغو افغان پوځیانو ته به د اوسېدو ځای او یوه اندازه معاش هم ورکوي.