د سالنګ لویه لار یو ځل بیا د ترافیکو پر مخ وتړل شړه

د سالنګ لویه لار

د درنو واورو اورېدو له کبله د سالنګ لویه لار یو وار بیا د ترافیکو پرمخ وتړل شوه.

د دغې لارې د ساتنې او څارنې ادارې مشر، عبدالله عبید نن ازادۍ راډیو ته په لېږلي ویډیويي پیغام کې وویل، د انساني تلفاتو د مخنیوي لپاره لار د یکشنبې د سهار ۹ بجې د ټولو موټرو پرمخ وتړل شوه.

عبدالله عبید وایي:" دا مهال دغه لویه لار د ټولو وسایطو پرمخ تړل شوې ده. اټکل دا دی چې دغه وضعیت به دوام کوي. د لارې د پرانیستلو امکان دا مهال نه شته. هغه هېوادوال چې د سالنګ په دواړو غاړو کې راګیر پاتې دي، له دوی هیله کوو، چې په چاریکار او پلخمري کې ځانونه امن ساحو ته ورسوي."

دغه لار تر دې مخکې هم په وار- وار کله د ټولو وسایطو او کله نا کله هم د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده.