د روسیې ګواښ؛ د ازادې اروپا راډیو/ازادۍ راډیو ۸ وېب پاڼې بندوو

په پراګ کې د ازادې اروپا راډیو/ازادۍ

روسېې ګواښ کړی چې د ازادې اروپا راډیو/ازادۍ راډیو اته وېب پاڼې بندوي.

دغه وېب پاڼې د روسیې، اوکراین او مرکزي اسیا لپاره خپرونې لري.

د روسیې د رسنیزو چارو د تنظیم دولتي ادارې ویلي، که د ازادې اروپا راډیو په روسیه کې د اداري فساد د څېړنو په اړه خپل راپورونه له وېب پاڼو لیرې نه کړي، وېب پاڼې به یې بندې کړي.

د فساد دا څېړنې د کریملین د سرسخته منتقد الکسي ناوالني د موسسې له خوا کېږي، خپله ناوالني اوس زنداني دی.